امنیت

لس تنه طالبان په هلمند کې د ماين د چاودنې له امله ووژل شول

کابل باختر دسلواغي دويمه :
د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله د يوپاکستانى په ګډون لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د هلمند ولايت د نوزاد ولسوال سيد مراد سادات باخترآژانس ته وويل: دغه ماين  پرون هغه وخت وچاوديد چې يوه ډله وسله وال طالبان د يوپاکستاني له خوا  د ماينونو د جوړولو د څرنګوالى په باب روزل کيدل.
سادات وويل: په دې پيښه کې د داد الله په نامه د طالبانو يو سيمه ئيز قوماندان هم وژل شوى دى.
سادات زياته کړه چې په دې پيښه کې د سيمې اوسيدونکو ته  زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته