امنیت

لس تنه طالبانو د ماين د ښخولو په وخت کې ووژل شول

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
لس تنه وسله وال طالپان تېره شپه په بغلان ولايت کې د يوې چاودنې له امله وووژل شول .
  د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع باختر آژانس ته وويل  چې دغه چاودنه د پلخمري ښار دچشمه شير د قلعه نو په ساحه کې د طالبانو ترمنځ هغه وخت رامنځته شوه چې دوى دپلخمري _ سمنګانو د لويې لارې په تګلوري کې د چاوديدونکو توکو په ښخولو بوخت و .
ده وويل: په دې چاودنه کې لس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او يو بل طالب ټپي شو .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته