لس تنه داعشيان په جوزجان کې ووژل شول
شبرغان باختر دوري دمياشتې ١٥ نيټه :
لس تنه داعشيان تېره شپه د جوزجان ولايت په درزآب ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمدحنيف رضايي باخترآژنس ته وويل چې دغه داعشيان دجوزجان ولايت د درزآب ولسوالۍ د قزل قشلاق او دريا خانه په کليو کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه چې په دغو هوايي بريدونو کې پنځه تنه نور داعشيان ټپيان شوي دي. پاى ذکرالله