امنیت

لس تنه تروريستان په غزني کې ونيول شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٠
دغزني ولايت د ملي امنيت موظفينو په تېرو پنځو ورځوکې لس تنه تروريستان د دغه ولايت په مربوطاتو کې پيژندلي او نيولي دي .
دغزني ولايت د ملي امنيت رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان چې په تروريستي بريدونو او د ماينونو په ښخولو بوخت وو؛ نيولي دي.
نيول شويو کسانو اعتراف کړى دى چې ماينونه يې په امنيتي ځواکونو د بريد په مقصد په بېلابېلو سيموکې ښخ کړي دي او د ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو د شهادت سبب شوي دي.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې : دغه کسان اوس تر پوښتنو لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته