امنیت

لسګونه کیلوګرامه نشه يي توکي په ننګرهار کې ترلاسه شول

کابل / د زمري ۲مه / باختر
د ننګرهار پولیسو په دغه ولایت کې ۳۵۹ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړل.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باختر آژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د استوګنې له یوه کور څخه ۳۵۹ کیلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړل.
هغه زیاته کړه چې په دغو نشه يي توکو کې هیرویین، اپین، مت آمفتامین، جامد کیمیاوي توکي او ۹۰ لیتره اسید شامل دي او د پېښې په اړوند یو تن نیول شوی دی.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته