کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر
د بادغيس پوليسو ٥٨ کيلوګرامه نشه يي توکي پرون په بادغيس کې وسوځول.
د بادغيس د امنيې قوماندانۍ وياند تحصيل حيدري باختر آژانس ته وويل چې ٥٨ کيلوګرامه نشه يي توکي او ٥٤٣ ليتره تخمير شوي مميز چې د دووکلونو په بهيرکې په بادغيس کې له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شوي وو؛ وسوځول شول.
هغه وويل چې د دغو توکو د سوځولو په وخت کې د بادغيس سيمه ييزو مسوولينو هم حاضر وو.
ختم-عطاالله -اکرم