کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر
لسګونه ځوانان د افسر په توګه د پکتيا له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول.
دغه ځوانان چې په جنوب ختيځو ولايتونوکې ژوند کوي؛ ټاکل شوې ده په لرو پرتو سيموکې د امنيت په تامين او له تروريزم سره په مبارزې بوخت شي.
د هېواد په جنوب ختيځ د پوځي اکاډمۍ مسوول جمشېداحمد نظري باختر آژانس ته وويل: دغه ځوانان په يوه روزنيزه دوره کې د امنيت د تامين او له تروريزم سره د مبارزې نوې لارې چارې زده کړې دي.
تر اوسه له دغې پوځي اکاډمۍ څخه په زرګونو ځوانان فارغ او د هېواد په بېلابېلو سيموکې په دندو ګومارل شوي دي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ