امنیت

لسګونه وسله وال طالبان په سرپل، بلخ اوفارياب کې ووژل شول .

-کابل / دچنګاښ ٢٧مه /باختر:
لسګونه وسله وال طالبان په سرپل، بلخ او فارياب ولايتونوکې  د نويو جګړو په  بهير کې ووژل شول  اوپه لسګونه نور يرغلګر ټپيان شول .
دغه جګړې د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهير کې د وسله والو طالبانو له برېدونو وروسته  رامنځته شوي دي .
د هېواد په شمال کې د شاهين قول اردو  د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي په دې  نويو جګړو کې د طالبانو په ډلې پورې تړلي  ٧٨ډار اچوونکي ووژل شول او٣٢ تنه نور ټپيان شول.
دغه راز درې تنه وسله وال طالبان د دغو جګړو په بهير کې د پوځيانو له خوانيول شوي دي.
مرګاني جګړې د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې رامنځته شوي دي چېرته چې د وسله والو طالبانو په يوې غونډې  له ځمکې او هوا څخه برېدونه وشول .
  د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ په سلګونو وسله وال طالبان سره راتول شوي و ،  چې د دولت اباد ولسوالۍ پر  دولتي اوپوځي تاسيساتو  يرغل وکړي خو له بريد مخکې له ځمکې او هوا څخه پرې برېدونه  وشول .
د شاهين قول اردو وايي  په هوايي اوځمکنيوبرېدونوکې ٣٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٣ نور يې ټپيان شول .
په برېدونوکې  د وسله والو طالبانو ٤ قرارګاوې او د دغې ډلې د افرادو د سپرلۍ پر يو کاروان د بلخ ، سرپل او د فارياب په ولايتونوکې برېدونه وشول
پوځيان وايي چې په نويو جګړو کې يې د وسله والو طالبانو په لسګونو جنګي وسايل  ترلاسه کړي دي .
د هېواد په شمال کې پوځي مقامات وايي  د دغو نويوجګړو په بهير کې وسله وال طالبان په سرپل، فارياب اوبلخ ولايتونوکې له سختې ماتې سره مخ شوي دي .
وسله وال طالبان تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي،. چې پوليسو د بلخ، سرپل او د فارياب  له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٤٣ ماينونوپه کشفولو سره د يولړچاودنو مخه ونيوله .
ختم _ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته