لسګونه منسوبين د عبدالله بن مسعود (رض) له جګړه ییزو زده کړو قوماندانۍ څخه فارغ شول

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او سیمه ییزو قول اردوګانو ۵۵ منسوبین د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍد ځانګړو وړتیاوو ښوونځي د دوه میاشتنیو مسلکي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته، فارغ شوي دي.
باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په ياده فراغت‌غونډه کې ويناوالو، فارغانو ته د اطاعت په اړه هر اړخیزې ویناوې کړې او ويلي یې دي: “د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ، ځکه الله (ج) پرې مکلف کړي یوو او ترلاسه کړې مسلکي زده کړې په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو مجاهدینو ته هم ور زده کړئ.”
فارغانو هم، په هېواد کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو ژمنه کړې ده.
د غونډې په پای کې، د مسئولينو له لوري پر فارغانو تصديق‌پاڼې وېشل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته