لسګونه طالبان په هلمند کې ووژل شول
کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
لسګونه وسله وال طالبان په هلمند کې د يولړ هوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه لښکرګاه ښارته څېرمه او په ناوې، ګرمسير او نادعلي ولسواليو کې د دوى په پټنځيو کې بريدونه وشول.
په رارسېدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې دغه وسله وال طالبان د افغان ځواکونو پر پوستو د بريد لپاره راټول شوي وو چې هوايي ځواکونو پرې بريدونه وکړل.
د ميوند قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په یادو بريدونو کې د وژل شويو طالبانو شمېر ۵۰ تنه ښودلی دی، خو د هلمند د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي چې په بريدونوکې ٨٢ وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور یې ټپيان شوي دي.
د وسله والو طالبانو جګپوړي قوماندان ملا عبدالسلام چې په هلمند کې د ۱۰۰ کسيزې جګړه مارې ډلې مشري په غاړه درلود، له شپږو نورو قوماندانانو او ١٤ پاکستاني اتباعو سره په وژل شويو کې شامل دى.
د هلمند پوليس وايي چې په بريدونو کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو ٨ پټنځي دړې وړې شوي دي.
پوليس وايي د هېواد هوايي ځواکونو د استخباراتي اطلاعاتو له مخې د هلمند په ځينو سيمو کې د طالبانو پر راټوليدو خبر شوي وو او په خپل وخت بريدونه وکړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج-اکرم