لسګونه تنه پېښو ته د رسېدو او اوروژنې ریاست له روزنیز مرکز څخه فارغ شول

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت پېښو ته د رسېدو او اور وژنې لوی ریاست له روزنیز مرکز څخه ۵۹ تنه د مسلکي او عقیدتي زده کړو له ترلاسه وروسته فارغ شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، پېښو ته د رسېدو او اور وژنې لوی ریاست تامیناتي مرستیال مولوي محمد عوض ابوبکر، فارغان خپلو دندو ته ځیر کړي او په مسلکي ډول د وسايطو ګټې اخيستلو ته یې رابللي دي.
د غونډې په پای کې، د مسئولينو له لوري پر فارغانو تصديق‌پاڼې وېشل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته