ښوونه او روزنه

لسو زرو تنو ځوانانو ته د تحصيلي اسانتياوې برابرې شوې

کابل-باختر د کب دمياشتې ٢٥
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت لسو زرو تنو ځوانانو ته په خصوصي تحصيلي موسسوکې د زده کړې آسانتياوې برابرې کړې.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت نن د لوړو او نيمه لوړو زده کړو له څلويښتو موسسو سره تړونونه لاسليک کړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکتر کمال سادات د ځوانانو د تحصيلي ظرفيتونو د کچې د لوړولو او د هېواد د آبادولو په لاره کې د دغو تړونونو لاسليک کول اغيزمن ګام وباله او له هغوځوانانو څخه چې داقتصادي ستونزو له امله په دې نه دي بريالي شوي چې د لوړو زده کړو دولتي موسسو ته لاره ومومي؛ وغوښتل چې دغه معينيت ته په مراجعې سره له هغو تحصيلي آسانتياوو څخه چې په تخفيف او آن په وړيا ډول دوى ته په پام کې نيول شوې دي؛ استفاده وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي لوړو زده کړو د چارو د رياست مرستيال خواجه محمد شفيق د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت ددغه نوښت قدرداني وکړه او د هېواد د ځوانانو د علمي ظرفيت د کچې د لوړولو په لاره کې د لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته يې د ځوانانو لارې موندل مهم کار وباله.
په دې غونډه کې چې د خصوصي لوړو او نيمه لوړو زده کړو د موسسو يو شمېر رييسان هم حاضر وو؛ د ځوانانو د ستونزو په باب خبرې وکړې او دغه راز د دنيا پوهنتون رييس احمدشاه سنګدل د (پيشګام) په نامه د نوې ټلويزيوني شبکې د جوړولو خبر ورکړ چې د خپرونو محتوا يې له نورو شبکو سره بشپړ توپير لري او يوه بشپړه علمي او تعليمي شبکه به وي .
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو وختوکې يو زيات شمېر ځوانان د اقتصادي ستونزو له امله دولتي لوړو زده کړو موسسو ته له لارې موندنې څخه بې برخې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته