سیاست

لسو تنو افغان ديپلوماتانو د چين ولسي جمهوريت ته سفر وکړ

-کابل باختر د لړم  يوولسمه :
د چين د ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت په بلنه لسو تنو افغان ديپلوماتانو  د بهرنيو چارو وزارت د ديپلوماسۍ  انستيتوت له لارې د سياست او ديپلوماسي په برخه کې په وزنيز پروګرام کې دګډون موخه د دريو اوونيو لپاره  د چين ولسي جمهوريت ته سفر وکړ .
د بهرنيوچارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې موده کې افغان ديپلوماتان د سياست  او ديپلوماسۍ، بهرني سياست،   سياست او اقتصاد، ادارې او مديريت، ښه حکومتوالۍ او د پاليسي جوړولو په برخه کې د چينايي استادانو له خوا روزل کيږي .
  د يادونې وړده چې د چين د ولسي جمهوريت په همکارۍ په روان کال کې  د افغانستان د دولت د بېلابېلو ادارو کابو ١٥٠٠ تنو کارکوونکو په لنډمهالو او اوږدمهالو روزنيزو پروګرامونوکې د کاري ظرفيتونو د لوړولو لپاره دغه هېواد ته سفرکړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته