لسو بهرنیو سیلانیانو له هرات څخه لیدنه وکړه

کابل، د کب ۱۳ مه، باختر

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې هرات ته د امریکا، انګلستان، اسپانیا او پولند هېوادونو څخه  ۱۰ سیلانیان سفرکړی دی.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر مولوي رحمت الله محمدي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې دغه ولایت ته د روان کال په بهیر کې د نړۍ له ۷۰ بېلا بېلو هېوادونو څخه څه ناڅه ۱۰۰۰ بهرنيو سیلانیانو سفر کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په بریا او د هر اړخیز امنیت په تامینېدو سره په هېواد کې د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی او له کومې اندېښنې پرته ټولو ولایتونو ته سفر کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته