خبرونهسیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

لاهم وخت شته؛ بهر مېشتي تفرقه اچونکي بیا د تجدید نظر وکړي

کابل، د سلواغې ۴ مه، باختر

تبصره

د تېرو ۵۰ کلونو جګړو او د هېواد د بدبختیو پر مهال میلیونونه افغانان له هېواد څخه وتلي او اوس مهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت دي او ژوند کوي، چې په دوه ډلو وېشل شوي دي.

یوه ډله افغانان چې د بهر مېشتو اکثریت جوړوي، هڅه کوي نورو هېوادونو کې د افغانستان نوم اوچت وساتي او د زده کړو د ترلاسه کولو، حلال رزق ګټلو او یا هم نورو مثبتو فعالیتونو له لارې نړیوالو ته ښيي، چې افغانان د مینې او محبت خلک دي؛ نه دې جګړو او تاوتریخوالي خلک، دوی داسې افغانان دي، چې په هېڅ صورت خپل غرور او افغاني او اسلامي حیثیت نه پلوري او د یو چوکاټ له مخې هلته ژوند کوي.

خو یوه ډله نور، چې د بهر مېشتو افغانانو اقلیت جوړوي او اکثریت یې تازه تللي او هلته کمپ مېشتي دي، هڅه کوي افغانستان کې د تفرقه اچولو او ضد نقیض څرګندونو له لارې د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري ماتې شوې نړۍ ته ځان نږدې کړي، خو دوی باید پوه شي، چې دلته مات شویو هېوادونو ته د ځان نږدې کولو پر ځای باید خپل هېواد ته راشي او په عزت سره ژوند وکړي.

دوی باید دا درک کړي، چې په ټوله کې بهرنیان او د اسلام له مخې په ځانګړي ډول غیر مسلم د مسلمانانو دوستان نه شي کېدای نو ښه خبره ده، چې د خپلو اصیلو وطنوالو ترڅنګ ودرېږي او هېواد اباد کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته