قومي شوراګانو دحکومت دسولې دطرحې ملاتړ وکړ .

کابل باختر دکب درې ويشتمه :
قومي شوراګانو نن په يوه خبري غونډه کې  طالبانو ته دحکومت دسولې له طرحې سره  چې په دې وروستيو وختو کې دکابل دبهير  په غونډه کې  بيان شوه ، خپل ملاتړ اعلام کړ .
دغه غونډه دسرحدونو ، قومونو اوقبايلو دچارو وزارت له خوا جوړه شوه.
دکابل د بهير په دې غونډه کې طالبانو ته وړانديز وشو چې دسولې له بهير سره يوځاى شي  او دسياسي ګوند په توګه دې فعاليت وکړي .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې دسرحدونو قومونو اوقبايلو دچارو وزير محمد شفيق  ګل اغا شيرزي وويل چې دغه وزارت  طالبانو ته دحکومت دپيشنهادي طرحې هرکلى  کوي او هغه په هېواد کې دسولې دتامينولو لپاره ارزښتناکه بولي .
ده له وسله والو مخالفانو څخه وغوښتل چې له جګړې څخه لاس واخلي او دسولې له بهير سره دې يوځاى شي .
دسرحدونو  او فبايلو دچارو و زير زياته کړه چې دغه وزارت د قومونو او قبايلو له مشرانو سره  يولړ غونډې کړې دي او هغوى له دغې طرحې سره خپل بشپړ ملاتړ اعلا م کړى دى .
ګل اغا شيرزي وويل  چې  دعالمانو دهغې غونډې  چې په نږدې راتلونکې کې  دافغانستان دسولې په باره کې  په اندونيزيا کې جوړيږي هم  ملاتړ کوي .
  دسرحدونو اوقبايلو دچارو وزارت  دقومي شوراګانو رييس  عبدالخالق په هېواد کې اوسني جګړه  ټپل شوي  جګړه وبلله  او له طالبانو څخه يې وغوښتل  چې  دحکومت  وړانديز ومني . 
ده  له حکومت څخه هم وغوښتل چې له طالبانو سره   خبرې دې  بايد افغاني وي . اوپه افغانستان کې دطالبانو سياسي دفتر پرانستل شي .
   دقومي شوراګانو رييسانو هم  دحکومت  له پيشنهادي طرحې سره  خپل ملاتړ اعلام کړ او ټينګار يې وکړ  چې  بايد دسولې خبرې  دافغانانو په مشرۍ  ترسره شي .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته