قوماندان ملنګ ووژل شو

کابل- باختر دليندي دولسمه:
  دبغلان ولايت د زاړه بغلان  ولسوالۍ په نوروزک کلې کې نن دپوليسو دځواکونو او د وسله والوطالبانو ترمنځ نښته کې د قوماندان ملنګ په ګډون،  دوه تنه طالبان ووژل شول .
  دبغلان ولايت  د امنيې قوماندانۍ ويندوى  احمد جاويدبشارت  باختر اژانس ته وويل: وسله والوطالبانو د زاړه بغلان ولسوالۍ په نوروزک کلې کې د پوليسو پر امنيتي پوستې بريد وکړ چې له امله يې د طالبانو د يو قوماندان  ملنګ په ګډون،  دوه تنه طالبان ووژل شول چې مړي يې له دوو کلاشينکوفونو سره دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
  ده زياته کړه چې په دې نښته کې دوه تنه پوليسان هم شهيدان شوي او يو تن بل ټپي شوى دى .
  په همدې حال کې په يو روغتيايي مرکز کې  ډاکترانو دپيښې دټپي روغتيايي حالت  مخ په ښه والې  وباله .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته