قوماندان ملا ملک له دريو تنو وسله والو طالبانو سره ووژل شو

کابل –باختر دتلې ١٨
په فراه ولايت کې دناټو دجنګي الوتکو په بريد کې دطالبانو يو قوماندان له دريو تنو افرادو سره يې ووژل شو.
دفراه د والي ويندوى عبدالررحمن ژوندى باختر آژانس ته وويل: دغه کسان تيره شپه دفراه ولايت دخاک سفيد ولسوالۍ په مربوطاتوکې په کور کې په ماين جوړولو بوخت و، چې دناټو دجنګي الوټکو دبمباريو له امله ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه چې د وسله والو طالبانو سيمه ييز قوماندان ملا ملک هم په وژل  شيويو کسانو کې شامل دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته