قوماندان صداقت دسولې له بهير سره يوځاى شو

کابل- باختر دلړم لسمه:
دطالبانو يو ناراضى قوماندان پرون له خپلو ٢٢٠ تنو افرادو سره يې په دايکنډي ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شو.
دشمشاد د٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دطالبانو يو قوماندان په صداقت مشهور محمدعلي چې له زياتې مودې راپه دې خوا د دايکنډي ولايت په مربوطاتو کې په دولتي ضد فعاليت کې بوخت و؛ له جګړې او دښمنى څخه لاس واخيست او پرون له ٢٢٠تنو افرادو په ګډون له ډول ډول وسلو سره دسولې له بهير سره يوځاى شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته