قندهار کې په غیر قانوني ډول جوړې شوې هټۍ ونړول شوې

قندهار باختر د وږي ۲۱ مه
د قندهار ولایت د لومړۍ ناحيې اړوند د خرقې مطهرې په عمومي کوڅه کې هغه ۲۱ هټۍ ونړول شوې او کانټينران یې ضبط شول چې په غير قانوني ډول د سرغړوونکو له لورې جوړ او ځای پر ځای شوي وو .
د باختر اژانس د سیمه ېيز خبریال د خبر له مخې،د قندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا  په ځانګړې لارښوونه او د دغه ولایت د ښاروالۍ او امنيه قوماندانۍ په ګډه همغږۍ د ښار د مرکزي برخې په لومړۍ ناحيه کې له قانون څخه د سرغړوونکو هغه ۲۱ هټۍ ونړول شوې او کانټينران يې ضبط کړى شول چې د اختر د رخصتيو څخه په استفاده يې په سيمه کې په غيرقانوني ډول جوړ کړي وو .
وېسا د قندهار ښاريانو ته ډاډ ورکړ چې تر قانون هيڅوک لوړ ندی او د قانون څخه د هر ډول سرغړونکو او غاصبينو په وړاندې به جدي اقدام وکړي.پای/وصال  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته