امنیت

قندهار ولایت ته نوی مرستیال وګومارل شو

کابلباختر د مرغومي د مياشتې ٩ مه
د سیمه ییزو اورګانونو دخپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ، ښاغلی عبدالعلي شمسي د قندهار ولایت د نوي مرستیال په توګه پر دندې ګومارل شوی دی.
نوموړی د قندهار ولایت د پخواني مرستیال عبدالقیوم پتیال تر شهادت وروسته پر دې دندې ګومارل کېږي.
عبدالعلي شمسي نږدې اته دېرش کاله وړاندې د قندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې زېږيدلی اود کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی یې لوستی دی.
نوموړي تر دې وړاندې د جمهوري ریاست په عالي مقام اوپه هلمند ولایت کې پر لوړو دندو کار کړی دی او د سیمه ییزې حکومتوالۍ په چارو کې پراخه تجربه لري.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره، د قندهار ولایت د مرستیال په توګه، د ښاغلي شمسي ګومارنه پرځای او غوره ګام بولي او په نوې دنده کې ورته د بریالیتوب هیله لري.
دا اداره د کندهار پر سیمه ییزه اداره او ولسونو غږ کوي، چې له نوي مرستیال والي سره په همکارۍ کولو، د انکشاف او ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو نویو نوښتونو ته لاره هوار کړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته