قندهار- سپين بولدک واټ ډېر ژر پرانستل کېږي

 کابل / د چنګاښ٦ مه / باختر

قندهار- سپين بولدک واټ د پخولو کار په بشپړېدو دى او تمه کېږي چې ډېر ژر به د ترافيکو پرمخ پرانيستل شي.

دغه واټ د څه ناڅه ٨٠ کيلو مترو په اوږدوالي او ١١ مترو په سور جنوب لويديځ  ولايتونه  له سپين بولدک سره نښلوي.

د دې واټ لومړى برخه د ٤٠ کيلو مترو په اوږدوالي بشپړ شوى او اوس د دويمې برخې کار هم بشپړېدو ته نږدې شوى دى.

د فوايد عامي وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي د دې واټ  په پخولو سربيره د سړک د غاړو، کټارې ، ويالې او همدارنګه د ترافيکي نښو درول د دغې پروژې په جوړولو کې شامل دي.

تمه کېږي دغه واټ تر راتلوونکو دريو مياشتو پورې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

کارپوهان د دغه واټ جوړېدل د افغانستان – پاکستان د سوداګريزو اړيکو پراختيا او پاکستان ته د سپين بولدک له لارې له جنوب لويديځو ولايتونو څخه د کرنيزو محصولاتو لېږد  ، په ټيټه بيه او په وخت سره  مهم ګڼي .

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته