قندهار ته د یو شمېر وزارتونو د معېينانو سفر

قندهار باختر د وږي ۲۵ مه نن د ماليې وزارت د پاليسۍ معينې ناهيد سرابي، د عامي روغتيا وزارت معين احمد جان نعيم، د پوهنې وزارت معين محمد ابراهيم شينواري، د يو شمېر وزارتونو استازو او د ولسي تړون پروګرام يو شمېر مسوولينو قندهار ولايت ته سفر وکړ او هلته یې د قندهار له والي سره کتنه وکړه . د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې؛ په دغو کتنه کې د یادو وزارتونو پر ځينو ستونزو او لاسته راوړنو ژور بحث وشو او د مشکلاتو د مخنيوي په اړه يې لازمې پرېکړې او نظریات تبادله شول . د قندهار والي له دغو معينانو څخه وغوښتل هغه کسان چې په مرکز کې د قندهار د ادارو لپاره امتحان ورکوي وړ او حقداران دې ورڅخه په دندو وګمارل شي. هغه ټينګار وکړ چې، پر يوه وخت دې دوو يا دریو کسانو ته د منظورۍ مکتوبونه نه ورکوي ځکه چې دغه کار په ولايتي ادارو کې زياتې ستونزې رامنځته کړي . وروسته د قندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا او له مرکز څخه راغلي پلاوي د ولسي تړون مديريتي کمېټې په غونډه کې هم ګډون وکړ . د قندهار والي غونډې ته په وینا کې وویل : خوښ يو چې د مرکز کابل څخه راغلي پلاوي د ولسي تړون د کارونو د ارزونې په موخه قندهار ولايت ته سفر کړی، ترڅو د لاسته راوړنو او نظرونو تبادله له نږدې سره وکړي . ويسا وويل : په ښار او ولسواليو کې د دغه پروګرام ډېر اغېز ليدل کېږي او ښه نتيجه يې ورکړې ده، هغه زياته کړه : دغه پروګرارم ته دې نور هم انکشاف ورکړى شي څو ټولې ولسوالۍ په برکې ونيسي . د والي په خبره د دغه پروګرام په پلي کېدو سره يو شمېر کسانو ته د کار کولو زمينه هم مساعده شوې ده . په غونډه کې د ماليې وزارت د پاليسۍ معينې ناهيد سرابي وويل : په دغه پروګرام کې د ولس ونډه مهمه ده ویې ویل: د دغه پرګرام هدف د ولس او دولت ترمنځ د اړيکو ټينګوالۍ، خلکو ته کاري زمينه برابرول او هغوی له جنايي جرمونو څخه راګرځول دي . د پوهنې وزارت معين محمد ابراهيم شينواري وويل : پلان لرو چې د ولسي تړون د پروسې سره په هماهنګۍ د دوو کلونو په اوږدو کې د قندهار ښار او ولسواليو ښوونځي ورغووو او ودانۍ ورته جوړې کړو . ده زياته کړه ، د قندهار د ځوانانو او خويندو په کانکور آزموينه کې د کاميابه کېدو د کم شمېر علت دلته د کانکور د امادګۍ لپاره د تعليمي مرکزونو نه شتون دی چې د دغه کورسونو په جوړېدو سره به یاده ستونزه تر زياته حده حل شي . د عامې روغتيا د وزارت معين احمد جان نعيم وويل : د روغتيا په برخه کې اوس هم د سخت کارکولو اړتيا ليدل کېږي چې د ولسي تړون د پروګرام د لارې به يې د امکان ترحده حل شي، هغه پر وسله والو هم غږ وکړ چې تر واک لاندې ساحو کې دې د روغتيايي ټيمونو سره همکاري وکړي او د هغوی مخنيوی دې نه کوي ترڅو عام ولس ته پروخت روغتيايي خدمات ورسېږي . د غونډې په وروستيو کې د ولایت مقام په رهبرۍ د څلورو ریاستونو لپاره خاصه کمېټه جوړه شوه چي مشرتوب به يې د قندهار والي کوي. دوی به هغه اړتیاوې او ستونزې چې ولس یې لري د ولسي تړون پروګرام ته وړاندې کوي او د حل په برخه کې به يې اقدامات کېږي .پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته