خبرونهTOPروغتیا

قطر په کندهار کې د ۲۴۳ زره ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړوي

کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر

د قطر د سرې میاشتې له لوري د کندهار ولایت په ډڼد ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په اړینو وسایلو سمبال دغه مرکز د ډنډ ولسوالۍ په کرز کلي کې د ۲۴۳ زره ډالرو په لګښت د  ۶ میاشتو په موده کې رغول کېږي.

دغه راز د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال مولوي عبد اللطيف ثابت، د قطر هېواد د سرې میاشتې د استازي دکتور محمد صالح ابراهيم او په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې د مسئول احمد العثماني ترمنځ د کندهار د افغاني سرې میاشتې په سيمه ييز دفتر کې ناسته ترسره شوه.

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال مولوي عبد اللطیف ثابت د قطر هېواد له هر اړخيزو مرستو مننه وکړه او له افغانانو سره د یاد هېواد د سرې میاشتې خدمات یې وستايل.

ورته مهال د قطر هېواد  د سرې مياشتې استازي دکتور محمد صالح ابراهيم ژمنه وکړه، چې د کندهار ولایت په درېیمه ناحيه کې به هم نوی روغتیايي مرکز جوړ کړي او تر راتلونکو درې کلونو پورې به د شته روغتیایي مرکزونو ټول اړین توکي او تجهيزات چمتو کوي.

نوموړي له اړونده مسوولينو وغوښتل، څو په درېيمه ناحيه کې د روغتیايي مرکز لپاره د ځای ټاکلو او براورد پايله له دوی سره شریکه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته