خبرونهټولنهTOPروغتیا

قطر د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ۱۶۹ ماشومانو درملنه کوي

کابل، د غوايي ۳۰مه، باختر

د قطر هېواد د سرې میاشتې د نړیوالې پراختیا او مرستو د څانګې د مسوول ډاکټر محمد صالح ابراهيم او د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطيع الحق خالص تر منځ د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ۱۶۹ ماشومانو د درملنې په موخه هوکړه ليک لاسليک شو.

 د هوکړه ليک د لاسليک پرمهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي مولوي مطيع الحق خالص په خپلو څرګندونو کې د قطر هېواد د سرې میاشتې د اوږدمهالو مرستو مننه وکړه او د افغان ولس د لاسنيوي په برخه کې یې د قطر هېواد پر همکاريو خوښيوښوده.

نوموړي همدارنګه له ټولو هغو خيرپالو مرستندويه بنسټونو هم مننه وکړه، چې د يادو د ناروغانو د درملنې په برخه کې یې افغاني سرې میاشتې ته د مرستې لاس وکړی دی.

 د یادونې وړ ده چې افغاني سرې میاشتې د تېرو دوه کلونو په موده کې  ۳۰۹۴ د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان د درملنې په موخه کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي او زرګونه نور ناروغ ماشومان لا هم خپل نوبت او درملنې ته انتظار دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته