قطر د افغانستان د فرهنګي بنسټونو په استحکام او رغونه کې ونډه اخلي
کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي، په کابل کې د قطر سفارت له سلاکار مردیف القشوتي سره په کتنه کې، د تېرو څه باندې درېیو کلونو په بهیرکې د افغانستان د فرهنګي او تاریخي بنسټونو د پیاوړتیا او انکشاف په برخو کې د ګڼو لاسته راوړنو یادونه کړې ده.
باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د هنر او کلتور معین، ویلي چې افغانستان د تاریخي او هنري آثارو له اړخه یو بډای هېواد دی او د اسلامي معمارۍ، خطاطۍ، میناتورۍ، موزیمونو او نورو فرهنګي برخو د تحقیق او ګډو نندارتونو په برخو کې تفاهم او ګډ کار ته چمتو دی.
دغه راز د قطر سفارت سلاکار ویلي دي: «موږ د افغانستان د خلکو او نظام په پرمختګ، ځان بساينې او لاسته راوړنو ډېر خوشحالېږو او په ځانګړي ډول د فرهنګي او هنري ارزښتنو په ساتنه او رغونه کې ونډه اخیستل، خپل دیني او انساني مکلفیت بولو.
هغه زیاته کړې چې هېواد یې چمتو دی د یوې دوه اړخيزې هوکړه لیکې په رڼا کې د افغانستان د ګڼو فرهنګي او تاریخي آبداتو او مرکزونو په تقویت او جوړونه کې مهم رول ولوبوي.