قطر دنړۍ دبايسکل ځغلولو دسياليو کوربه توب تر لاسه کړ
کابل باختر دتلې ٢
قطر په ٢٠١٦ کال کې دواټ دبايسکل ځغلولو دسياليو کوربه شو.
باختر آژانس ته دنړيوالو خبري خبر ځايونو له خولې خبر راکړ دبايسکل ځغلولو نړيوال فدراسيون تصميم ونيوه . ترڅو دقرباني جهان سيالۍ کې په ٢٠١٦ کال کې دواټ دبايسکل ځغلولو په برخه کې قطرته پريږدي.
دغه هوډپه هالند کې دبايسکل ځغلولو دنړيوال فدراسيون په نهه اويايمه غونډه کې ونيول شو.
دغه راز دغه سيالۍ ټاکل شوې ده په ٢٠١٦ کال کې په قطر کې پيل شي .
ديوه اړوند خبرځاى دڅرګندونو له مخې په دغو ساليوکې دنړۍ له پنځه اتيا هيوادونو څخه څه دپاڅه يو زرو اووه سوه ورزشکاران برخه اخلي.
قطر پخوا په دې په ٢٠١٤ کې دنړۍ دلامبو ،٢٠١٥ دهندبال او په ٢٠٢٢ دفوټبال دنړۍ جام دسياليو کوربه هم شوي دي.