سیاستخبرونهټولنهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

قصاص؛ اسلامي امارت د الله ج یو بل حکم هم پر ځای کړ

کابل, د کب ۵ مه, باختر
تبصره
د تېرې پنج شنبې په ورځ د افغانستان اسلامي امارت د درې ګونو محاکمو د پرېکړې او د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله په تایید، هغه دوه تنه چې په قتل تورن و او تر بشپړې اروزنې وروسته پرې قتل ثابت شو، په غزني ولایت کې د عامو خلکو ترمخې قصاص او د خپل جرم په سزا ورسېدل.
دا د یو اسلامي نظام مسولیت دی، چې د ځمکې پر مخ د الله ج حکم جاري کړي، تر څو حق حقدار ته ورسېږي او د نورو جرمونو له ترسره کېدو مخنیوی وشي.
دغه راز د ځمکې پر مخ د الله ج د حکم جاري کول د دې لامل کېږي، چې مظلوم د ظالم له ظلم څخه په امان کې وي او ټول انسانان د امن احساس وکړي.
د دغه ډول کړنو ترسره کول له نورو خلکو د جرمونو د ترلاسه کولو جرئت اخلي او بیا څوک جرئت نه کوي تر څو قتل، غلا، زنا، شراب خوري او نور جرمونه ترسره کړي.
د اسلامي امارت تر دغه ګام وروسته یو شمېر نړیوالو بنسټونو او هېوادونو غبرګون وښود او د هغوی په باور چې دا د نړیوال قانون خلاف عمل دی او مخالفت یې ورسره ښودلی وه، خو دوی باید پوه شي، چې افغانستان کې اوس اسلامي نظام حاکم دی او قصاص د اسلامي امارت د کوم چارواکي امر نه دی؛ بلکې دا الله ج امر دی او اسلامي امارت مکلف دی، چې د الله ج حکمونه جاري کړي، ځکه کلونه کلونه یې د همدې موخې لپاره قرباني ورکړې او تنکي ځوانان یې نذرانه کړي دي، تر څو د الله ج د حکمونو د پیاده کولو لپاره زمینه برابره کړي، نو نړیوال باید دا درک کړي، چې د افغانستان رسمي دین اسلام دی او قصاص په یوځانګړي چوکاټ کې له مظلوم څخه د دفاع، نورو ته د پند پرېښودو او له جرمونو څخه د مخنیوي لپاره د اسلام د مبارک دین یوه مهمه برخه ده.
نو پکار ده، چې ملګري ملتونه او نور هېوادونه د افغانستان مذهب، کلتور او قوانینو ته درناوی وکړي او نور هېڅکله هم د افغانانو په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته