قسيم رهروان وفات شو.

کابل باختردمرغومي دمياشتې  ٢٣ :
دمطبوعاتو دبرخې يو سابقه لرونکي، قسيم رهروان وفات شو.
دباختراژانس دخبرله مخې،  قسيم رهروان دکابل په دارلمعلمين  کې دزده کړو له پاى ته رسولو وروسته  زيات کلونه مخکې د مطبوعاتو په برخه کې  په کار پيل وکړ   او دخپل عمر زيات کلونه يې په دولتي رسنيو کې کاروکړ.
ده يو وخت دتخار او فارياب  دولايتونو داطلاعاتو اوفرهنګ  دمدير په توګه دنده ترسره کړه او وروسته دانيس ورځپاڼې ته راغى او دانيس له ورځپاڼې څخه راډيو افغانستان ته مخه وکړه اودماموريت ترپاى يعنې تقاعد پورې يې کاروکړ.
قسيم رهروان  څه ناڅه پنځه کاله مخکې تقاعد وکړ اوپرون وفات شو.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل  چې ددولتي رسنيو يو سابقه لرونکي کارکوونکي وفات شو.
داکتررهين دده دمړينې له امله دارواښاد کورنۍ ،  دوستانو او خپلوانو ته ډاډګيرنې مراتب  څرگندکړل او ارواښاد ته يې دفردوس جنت هيله وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته