خبرونهنړۍ

قتل عام؛ وسلوالو په سوډان کې ۱۰۰ تنه کلیوال وژلي

نړۍ، د غبرګولي ۱۷ مه، بهرنۍ رسنۍ

د سوډان د الجزیرې ولایت په ودالنور کلي کې د دغه هېواد د چټک غبرګون وسلوالو په عامو خلکو ډزې کړي او تر ۱۰۰ ډېر کلیوال یې وژلي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دغه کلي محاصره پرون چهارشنبې پیل شوې او لا هم روانه ده.

سوډان کې له څه باندې یو کال راهیسې د دغه هېواد پوځ او چټک غبرګون وسلوالو ترمنځ کورنۍ جګړه روانه ده، چې تر دا مهاله په زرګونه کسان وژل شوي، ټپیان شوي او دغه راز میلیونونه نور له خپل مېنو بېځایه شوي دي.

سوډان کې دغه جګړه د قدرت پر سره پیل شوې، چې تر ډېره یې قربانیان د دغه هېواد ملکي وګړي دي.

که څه هم د سعودي عربستان، امریکا او ځینو نورو هېوادونو په منځګړیتوب د سولې د ټینګښت او جګړې د پای ته رسولو هڅې شوي، خو لایي د پام وړ پایله نه ده ورکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته