قتل عام، غزه کې د فلسطيني شهیدانو شمېر تر ۲۹ زرو واوښت
نړۍ، د کب لومړۍ نیټه، بهرنۍ رسنۍ
د فلسطین په غزې تړانګه کې روغتیایي ادارې او مسولین وایي، چې د دغې سیمې په رفح ښارګوټي او نورو ځایونو کې د صهیونستي اشغالګرو د وروستیو مرګونو بریدونو له امله د فلسطیني شهیدانو شمېر ۲۹ زره او ۹۲ تنو ته رسېدلی، چې تر نیمایي زیات یې ماشومان او مېرمنې دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت دغه راز خبر ورکړ، چې د روانې جګړې په ۱۳۷ ورځو کې شاوخوا ۶۹ زره او ۲۸ تنه ټپیان شوي هم دي، چې یو شمېر د معلولیت تر حده ژوبل شوي دي.
د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره تر دا مهاله ټولې هڅې ناکامې دي او درېمګړي هېوادونه هڅه کوي، چې ښکېل لوري دېته قانع کړي، تر څو د ناورین له اوږدېدو څخه مخنیوی وکړي، هغه هڅې چې تر دا مهاله ناکامې دي.
د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره د فلسطیني جهادي ډلو شرط د دایمي اوربند ټینګول او د صهیوسنت لوري شرط بیا د اسرایلي ټولو زندانیانو ازادول او د حماس غورځنګ په بشپړه توګه له منځه وړل دي.