سیاست

قاونپوه سرور دانش :خطرناک بنديان به دبګرام جيل ته وليږدول شي .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
په افغانستان کې دناتو لوى قوماندان جنرال  فرانسيس کمپيل  دافغانستان داسلامي  جمهوريت دجمهوري رياست له دويم مرستيال قانونپوه  سرور دانش سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې کتنه کې په افغانستان کې دناتو لوى قوماندان جنرال کمپيل  دڅرخي پله او دبګرام دجيلونو دبنديانو دحالت او دهيواد دامنيتي حالاتو په باب دجمهوري رياست  دويم  مرستيال قانونپوه سرور دانش ته رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل په هغې کتنه کې چې دافغانستان له جمهور رييس  سره يې  کړې ده ، ده ته ويل  شوي دي چې ټولې عدلي  او حقوقي مسئلې دجمهوري رياست ددويم معاونيت  دکار په حوزه کې  دي .  ده  دجمهوري رياست  ددويم معاونيت  له دفتر سره په اړوندو برخو کې دهمکارۍ له امله خوښي  څرګنده کړه .
په دې کتنه کې دجمهوري رياست  دويم مرستيال دغه راز څرګنده کړه  دهغو کسانو په باب  چې په يو ډول نه يو ډول ملي ګواښ بلل کيږي او يايې امنيتي جرمونه ترسره کړي دي او اوس  دڅرخي پله  او بګرام  په جيلونوکې  شپې سبا کوي  تراوسه پورې مو په عدلي بنسټونو او دغه راز په امنيتي بنسټونو  کې له خپلو همکارانوسره څو غونډې  کړي دي .
دجمهور رييس  دويم مرستيال  څرګنده کړه دبګرام  او څرخي پله  دجيلونو دبنديانومسئله څوځلې دافغانستان  دملي امنيت په شوراکې طرحه شوې ده او له نيکه مرغه  په دې برخه کې  دنظر يووالى شته او هيڅ راز  اختلافي مسئلې  شتون نه لري .
دجمهور رييس مرستيال وويل: تراوسه پورې په هغو جلا جلا غونډو کې چې لرلې  مو مشخصو پريکړو ته رسيدلې يو چې له ټولو تجهيزاتو سره يې دبګرام دجيل ساتنه او هم دملي دفاع وزارت له خوا دهغه اداره زموږ يوه پريکړه ده .
  ده دغه راز  څرګنده کړه يواځې  هغه موردچې تراوسه پورې پاتې دى، نوم يې دى چې په مسلمه توګه  نه شوکولاى هغه توقيف خونه وبولو له دې امله پريکړه شوې ده چې له دې وروسته دې دجيل په نامه يادشي .
سرور دانش دغه راز وويل زموږ يوه ډيره مهمه پريکړه  داده چې دامنيتي مجرمينو ، په نشه يي توکو پورې داړوندو مجرمينواو په وژنې  دتورنوکسانو په ګډون خطرناک  بنديان  او نور بنديان چې په يو ډول نه يو ډول ګواښ بلل کيږي دڅرخي پله له جيل څخه دبګرام جيل  ته وليږدول شي .
ده دهغو بنديانو په باب چې دپخواني جمهور رييس  په بخښنه  کې شامل دي خو لاتراوسه پورې دهغو په باب  جدي امنيتي  ملاحظات نشته، هم وويل   پريکړه شوې ده چې دامنيتي  بنسټونو ټول ملاحظات  دې دبهرنيو همکارانو داطلاعاتو او هم دمجرمينو په باب  دامنيتي رپوټونو  په پام کې  نيولو سره  او دغه راز  ددوى په باب  دڅارنوالۍ ټول ملاحظات  په پام کې ونيول شي او تر بلې خبرتيا پورې  دې دحکمونو له تطبيق  څخه ډډه وشي .
دغه راز په دې کتنه کې دناتو لوى قوماندان تيارى څرګند کړ چې له هره  پلوه له ډار اچونې سره په مقابله کې  دهيواد له امنيتي ځواکونو  سره مرسته کوي  او دافغانستان له دولت سره په سلامشوره کې خپله روزنيزه اوملاتړيزه دنده په بشپړه توګه  ترسره کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته