سیاست

قانون پوه سرور دانش : له مديريت ، قوي رهبرۍ او غوره سالارۍ پرته اقتصادي پراختيا شونې نه ده .

کابل باختر د سلواغې لومړى  :
دکرنې دماهرانو دټولنې غړو نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له دويم مرستيال قانون پوه سروردانش  سره وکتل او په هيواد کې دکرکيلې دحالت دښه والي اودهغه دمديريت دڅرنګوالي لپاره خپلې نظريې له ده سره شريکې کړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ  ، دجمهوري رياست دويم مرستيال په دې کتنه کې څرګنده  کړه چې دکرنې او مالدارۍ  دبرخې په ګدون په اقتصادي برخو کې پرمختګ ، له قوي مديريت او غوره سالارۍ  پرته ممکن نه ده .
قانونپوه  سرور دانش کرکيله دهيواد په اقتصاد کې يو اصلي رکن وباله او ويې ويل داکاډميکي مرکزونو او ددولتي اقتصادي سکتورونو په تيره بيا د کرنې او اوبو لګولو وزارت ترمنځ دهمغږۍ  رامنځته کول يو اساسي لومړيتوب  دى چې په تيرو وختونوکې کمه پاملرنه ورته شوې ده او داکولاى شي دبشري منابعو دکمښت ستونزه په ښه توګه له منځه يوسي .
ده په مرکز او ولايتونوکې دکرنې او اوبو لګولو وزارت په ګډون  په ټولو دولتي ادارو کې دغوره او ماهرو کسانو په استخدام باندې چې دده په خبره دکرنې او مالدارۍ په پراختيا کې اساسي مسووليت په غاړه لري  ټينګار وکړاو ويې ويل  چې دکرنې او اوبولګولو له وزارت سره ددغې ټولنې همغږي هم کولاى شي اړوندو چارو ته له پخوا زيات سمون ورکړي .
دکتنې برخه والو دمديريت کمزورتيا ، دکرنې اواوبولګولو وزارت په رهبرۍ  کې غوره سالارۍ ته نه پاملرنه اودبزګرانو دستونزو نه څيرنه دکرکيلې په برخه کې  دپرمختګ دکمزورتيا اصلي عوامل وبلل او هيله يې وکړه چې ددغه وزارت رهبري  ديوه متخصص او تجربه لرونکي شخص  ته وسپارل شي .
ده دکرنې او اوبو لګولو په وزارت کې دچارو دترسره کولو په څرنګوالي  کې اوسنيو ستونزو ته په اشارې سره دراتلوونکي کال دبودجې بې وخته اجرا کيدل هم  دستونزې پيداکوونکى وبلل او ټينګار يې وکړ چې په راتلوونکې کال کې  دکرنيزو چارو دترسره کولو لپاره کم وخت پاتې دى  او ددې غوښتنه کوي چې  ددغه وزارت اوسنۍ رهبري  دې په زياتې چټکۍ سره اړوندې چارې پرمخ بوځي چې اوسنۍ تشه دکرنې او اوبولګولو په وزارت کې داجرااتو دبهر دکمزورتيا سبب نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته