سیاست

قانون پوه سروردانش : دروغتيايي حالت دښه والي په لاره کې دافغانستان له دولت اوخلکو سره دنړيوالو روغتيايي سازمانونوهمکاري اغيزمنه ده .

کابل باختر د جدي نهه ويشتمه :
دعامې روغتيا وزارت  سرپرست  دافغانستان لپاره  ديونيسف ددفتر  درييس  او دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيا دادارې  ( يو اس اي اى دي )  دمسوولينو په ملګرتيا  نن له غرمې وروسته  دجمهور رييس له مرستيال قانون پوه سروردانش سره وکتل او دميندو اوماشومانو  دمړينې  دمخنيوي  لپاره  ديونيسف  دسازمان  او دامريکا  دپرمختيايي ادارې  دګډو پروګرامونو په باب  څرګندونې وکړې .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې کتنه کې دجمهوري رياست  مرستيال  په هيواد کې  دروغتيايي حالت  په ښه والي  دلاسبرۍ لپاره  دافغانستان له دولت او ملت سره  له همکارو نړيوالو روغتيايي سازمانونو همکاري  ارزښتناکه وبلله او  دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو او دميندو او ماشومانو دمړينې دمخنيوي  په برخه کې يې  دجدي  او دمتقابلې همکاري  په پراختيا باندې ټينګار وکړ .
  دجمهور رييس مرستيال دې ته په اشارې سره  چې  نننۍ  روغتيايي  لومړيتوبونه په يوې نړيواله  پديدې  بدل شوى دى  دنړيوالې ټولنې  او داړوندو  نړيوالو سازمانونو ګډې هلې ځلې ارزښتناکې وبللې او ويې ويل دافغانستان نوي حکومت په هغو ژمنو  چې په دغو برخو کې لري  ولاړ دى .
دملګروملتو دسازمان  ديونيسف دپروګرام  مسوولينو  او دعامې روغتيا  وزارت  سرپرست  دعمل لپاره  دبلنې تر عنوان لاندې  په کابل کې  دنړيوال کنفرانس  دجوړولو په برخه کې  چې  دميندو اوماشومانو  دمړينې دکمښت  په مقصد  دراتلوونکې کال  په لومړيو وختو کې جوړيږي  څرګندونې وکړې   او ويې ويل  له دغه  بلن ليک سره  دملي وحدت  دحکومت  دمشرانو سياسي ملاتړ کولى شي  دټاکلو هدفونو  دترلاسه کولو په لاره کې  ددغه پروګرام  برياليتوب  زيات کړي .
  دعامې روغتيا وزارت دسرپرست  دڅرګندونې له مخې ،  په دې پروګرام کې  دميندو اوماشومانو دمړينې  دپاى ته رسولو  لپاره  دهمغږۍ  ،  داوسني حالت دڅيړنې  ،  دوه اړخيز حساب ورکولو  اودميندو اوماشومانو دمړينې  دمخنيوي  لپاره دګډ عمل  په ګډون  هدفونه  شامل دي .
  دکتنې برخه والو  په دې نړيوال کنفرانس کې دګډون لپاره  دجمهور رييس مرستيال ته دبلنې په ترڅ کې څرګنده کړه هغه اهميت ته په پاملرنې سره  چې  ددغه کنفرانس  دجوړولو او دعمل لپاره  دبلنې پروګرام  يې لري  د معتبرو نړيوالو سازمانونو اوبنسټونو نږدې  يوسلو پنځوس تنه  استازي به  پکې ګډون وکړي .
دجمهور رييس مرستيال په کابل کې ددغه کنفرانس دجوړولو  دهرکلۍ په ترڅ کې  دميندو اوماشومانو دمړينې  د مخنيوي لپاره  ټاکلو هدفونو ته  درسيدو په لاره کې  دافغانستان ددولت  په سياسي ملاتړ باندې ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته