سیاست

قانونپوه سرور دانش: بايد دسولې بهير له ابهام سره مخامخ نه شي

کابل باختر دمرغومى  پنځه ويشتمه :
دجمهوري رياست مرستيال قانونپوه سرور دانش  نن دسولې په باب  دافغانستان دخلکو دخبرو په ملي کنفرانس کې وويل : بايد دسولې بهير چې  دافغانستان دخلکو ډيره اصلي غوښتنه ده له ابهام سره مخامخ نه شي اويا په تنګو ديپلوماتيکو دهليزونواو په تورتمو سيمه ئيزو يا محلي استخباراتي  خونو کې پټه پاتې نه شي .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : دجمهور رييس  مرستيال ددغه کنفرانس دجوړونکو له  هڅو څخه په قدردانۍ سره  څرګنده کړه چې هميشنۍ سوله او دامنيت ټينګښت زموږ  دهيواد دنن ورځې له ډيرو حياتي مسئلو څخه دي او دافغانستان خلک نن ورځ له هرڅه  څخه زيات  سولې ته اړتيا لري .
ده دنا امنيو پراختيا په تيرو وختو کې دسولې دبهير دناکامۍ  څرګندوى وبلله او ويې ويل چې له پراخو هلوځلو سره سره له تروريزم سره دمبارزې او د سولې دبنسټيز ټينګښت په برخه کې  مو؛ دپاملرنې  وړ برياليتوب نه درلود .
دجمهور رييس مرستيال  دې ته په اشارې سره چې نوى حکومت دتيرو ناخوالو ميراث دى ، ټينګار  وکړ چې  دغه حکومت ددايمي سولې  او امنيت د ټينګښت لپاره غوڅ  هوډ لري  ځکه له سولې اوثبات  پرته دعدالت  دتامينولو  ددموکراتيکو بهيرونو دټينګښت  او دعمومي سوکالۍ دبرابرولو لپاره ټولې هلې ځلې بې حاصله دي .
  دجمهور رييس  دمرستيال دڅرګندونو له مخې : سيمه ئيز او نړيوال ثبات هم دافغانستان  له ثبات سره پيوند خوړلى دى او له دې امله  ګاونډي  او دسيمې هيوادونه بايد په دې پوه شي چې په افغانستان کې دسولې او ثبات تامينول په حقيقت کې  په ټوله سيمه کې دسولې او ثبات دتامينولواو دعامه سوکالۍ مانا لري .
  قانونپوه  دانش دسولې په پلمه دعدالت قرباني کيدل ددقت وړ موضوع وبلله او  ويې ويل: که چيرې  دسولې  دتحقق په لاره کې دهرڅه زغمل شونى  وي ، دقانون  واکمني  اوبيلابيلو برخو کې  دعدالت تامينول او دغه راز دولسواکۍ او دافرادو عمومي او اساسي آزادۍ او حقوقو پربنسټ دسياسي  نظام په گدون دهيواد په اساسي قانون کې ليکل شوي ارزښتونه دغه راز دبشر دحقوقو ، دښځو، ماشومانو او لږکيو حقوق هيڅکله  دمعاملې او سازښت وړ نه دي .
  ده وويل: دملي وحدت حکومت به هلې ځلې وکړي چې دسولې بهير په شفاف ډول او له خلکو او دمدنې بنسټونوسره په سلامشوره کې ترسره شي .
  ده دهيواد په پرانستو او ويښو سترګو په توګه  له ټولو رسنيو او ددولت او خلکو ترمنځ دارتباط  دپله په توګه  له مدني بنسټونو څخه  وغوښتل چې په ټولو برخو کې دې خپل غږ لوړ وساتي اوخپلې نطريې دې له حکومت سره  شريکې کړي چې دسولې مسئله دافغانستان دخلکو داصلي غوښتنې په توګه په ابهام کې پاتې نه شي .
  دجمهور رييس مرستيال دسولې دبهير په پرمختګ کې دامنيتي بنسټونو دظرفيت لوړول ارزښتناک وبلل او زياته يې کړه که چيرې دهيواد امنيتي  ځواکونه  ځواکمن وي له شک پرته به دافغانستان خلک دښمنان  له  دغه بهير سره يوځاى شي او که چيرې  زموږ امنيتي قوتونه کمزوري  وي  ددولت مقابل لورى به په زياتې غوښتنې سره دسولې  له بهيرسره  يوځاى شي اوپه  اسانۍ سره به له بهيرڅخه ووځي .
قانونپوه دانش دعمومي سوکالۍ پراختيا ، دښې حکومتوالۍ شتون له فساد سره غوڅه او هراړخيزه مبارزه او ديوه خپلواک ، مسلکي قانون په محور اوعدالتمند سيستم احيا کول دخلکو درضايت دجلبولو او په هيواد کې دسولې او ټيکاو دتامينولو مهم عوامل وبلل او ويې ويل : نوى حکومت ژمن دى چې دحکومتوالۍ په  سيستم کې هراړخيز اصلاحات رامنځته کړي اوله اداري اومالي  فساد سره غوڅه مبارزه وکړي او ديوه شفاف اوقانون محور عدلي او قضايي نظام زمينه برابره کړي .
دجمهور رييس مرستيال هيوادوال په ټولو ملي بهيرونوکې اصلي تصميم نيوونکى وبلل او ټينګار يې وکړ داخلک دي چې بايد تصميم ونيسي او اصلي خبره وکړي.
دسولې په باب  دافغانستان دخلکو دخبرو اتروملي کنفرانس  ديوشمېر مدني بنسټونوله خوا په کابل کې جوړ شو چې په هغه کې دهيواد په څلور ديرشو ولايتونوکې دافغانستان دخلکو نتيجې تحليلې او وڅيړلې شوې .
  په دې کنفرانس کې دغه راز کارپوهانو ، دمدني بنسټونو غړو او دافغانستان دحکومت ، دملګروملتودسازمان او دبشر دحقوقو دکميسيون استازو دسولې دبهير په باب  خپلې نظريې  څرګندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته