سیاست

قانونپوه سروردانش : دانتخاباتو ترسره کول ، دښې حکومتوالۍ دتامينولو په موخه داصلاحاتو تطبيق ، سياسي ثبات او ددولت له وسله والو مخالفانو سره خبرې دملي وحدت دحکومت اساسي لومړيتوبونه دي .

کابل باختر دزمري  نهه ويشتمه :
دافغانستان لپاره داروپا داتحاديې ځانګړي استازي مايکل مليبند ، نن له غرمې مخکې  دجمهور رييس له مرستيال قانونپوه سرور دانش سره وکتل او په افغانستان کې دمهمو سياسي مسئلو په باب يې خبرې وکړې . 
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دجمهور رييس مرستيال په دې کتنه کې په څه دپاسه يوه لسيزه کې  دافغانستان له دولت اوخلکو سره داروپا داتحاديې  دغړو هېوادونو دهمکاريو له امله قدرداني  وکړه او دبشر دحقوقو او دښځو دحقوقو دتامينولو او پراختيا ، له فساد سره دمبارزې او ددموکراسۍ دپراخ بنسټه کولو په برخو کې دافغانستان لپاره داروپا داتحاديې  دځانګړي استازي په توګه دښاغلي مليبند رول وستايه .
دجمهور رييس مرستيال وويل چې دافغانستان ددولت او داروپا د اتحاديې ترمنځ دوستانه اړيکې به دپخوا په شان دوام ومومي . 
په دې کتنه کې دسياسي ثبات په بيلابيلو برخو کې داصلاحاتو ،  ددولت له وسله والو مخالفانو سره دخبرو ، دانتخاباتو دترسره کولو او دقانون دواکمنۍ په ګډون موضوعګانې وڅيړل شوې .
دجمهور رييس مرستيال په هېواد کې دسولې دبهير په اړوند دې ته داشارې سره چې سوله کورني اوبهرني اړخونه لري ددغه  بهير دبرياليتوب  په کار کې دنړيوالې ټولنې او دغه راز دسيمې دهېوادونوهکاري مهمه وبلله او ويې ويل له ټولو ستونزو اوچلنجونو سره سره چې دسولې دبهير دلارې پرسر پراته دي دافغانستان حکومت ناهيلې نه دى .
قانونپوه سروردانش دسولې په بهير کې دګاونډيو هېوادونو په رغنده رول باندې په ټينګار سره وويل که څه هم ګاونډي هېوادونه کله ناکله دسولې له بهير سره دهمکارى په باب مثبت پيغامونه ليږي خو مهمه داده چې دغه شان پيغامونه  صادقانه وي .
دجمهور رييس مرستيال دانتخاباتو ترسره کول ، دښې حکومتوالۍ دتامينولو په موخه داصلاحاتو تطبيق ، سياسي ثبات او ددولت له وسله والو مخالفانو سره خبرې دملي وحدت دحکومت  اساسي لومړيتوبونه وبلل او زياته يې کړه چې دافغانستان دولت هغه ژمنو ته په پاملرنې سره چې دوارسا اوبروکسل  په کنفرانسونو کې يې لري هڅه اوهاند کوي چې په دغو دووکنفرانسونوکې ټاکلو موخو ته ورسيږي .
قانونپوه سروردانش په بيلابيلو برخوکې دحکومت دعملياتي پروګرامونو په عملي کولو کې دزيات خوځښت په موخه په دواړو ملي اونظامي برخو کې داصلاحاتو تطبيق ارزښتناک وباله او ويې ويل چې داصلاحاتي پروګرامونو دعملي کولو  بهير دغه راز مخ په وړاندې بهير لري او په دې برخه کې ښې لاس ته راوړنې لرو .
په دې کتنه کې دافغانستان لپاره داروپاداتحاديې ځانګړي  استازي  مايکل مليبند په بيلابيلو برخو کې دترلاسه شويو پرمختګونو  له امله دخوښي دڅرګندولو په ترڅ کې  دپارلماني او دجمهوري رياست دانتخاباتو ترسره کول ، اصلاحات او دقانون واکمنۍ هغه مهمې موضوعګانې وبللې چې دافغانستان حکومت د هغو په نسبت دخپلو نړيوالو همکارانو په وړاندې ، مشخصې ژمنې  لري .
ده وويل: ده په هغه سفر کې چې نيويارک او واشنګتن ته يي کړى دى دپارلماني انتخاباتو دترسره کولو په اهميت او اړتيا او دنړيوالې ټولنې په ملاتړيز رول باندې ټينګار کړى دى .
دښاغلي مليبند دڅرګندونو له مخې په شفاف اوسراسري  ډول دراتلونکو پارلماني انتخاباتو مديريت او ترسره کول کيداي شي دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولو لپاره دافغانستان دولت او دهغه نړيوالو همکارانو ته دارزښتناکې  تجربې له ځان سره ولري .
ده  دافغانستان دبحران دحل کولو يو کليدي عنصر ددولت له وسله والو مخالفانو سره  روغه جوړه او خبرې اترې وبللې چې له شک پرته دافغانستان نړيوال همکاران او دغه راز دهغه ګاوڼدي هېوادونه دسولې په بهير کې کليدي رول لري .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته