قاضي القضات پاکستان ته روان شو .
کابل _باختر دوري اته ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي دپاکستان داسلامي جمهوريت دسترې محکمې په بلنه دقاضيانو په نړيوال کنفرانس کې دګډون په مقصد نن پاکستان ته لاړ .
په دې نړيوال کنفرانس کې چې د ١٣٩٢ هجري لمريز کال دوري دمياشتې له ديرشمې نيټې څخه دثور دمياشتې تر لومړي نيټې پورې دپاکستان داسلامي جمهوريت په اسلام اباد ښار کې جوړيږي .
دنړۍ دزياترو هيوادونو قاضي القضاتانو او دسترې محکمې رييسانو ته دګډون بلنه ورکړ شوې ده او ټاکل شوې ده په ٢٠١٣ميلادي کال کې دنړۍ حقوقي او قضايي حالت او په عدالت دخلکو دلاسبري کچه چې دهغوى اساسي حقوق دي وڅيړل شي .
قاضي القضات به په دې کنفرانس کې د افغانستان دقضايي نظام دحالت او دعدالت په تامينولواو دخلکو دحقوقو په احقاق کې دهغه داغيزمنتوب او خدمت دکچې دڅرنګوالي په اړوند يوه وينا واوروي .