قاضي القضات د مصر د عربي جمهوريت له جنرال قونسل سره وکتل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
د افغانستان د اسلامي جمهوريت قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي نن په کابل کې د مصر د عربي جمهوريت له جنرال قونسل محمد العدوي سره چې په افغانستان کې يې ماموريت په دې وروستيو وختو کې پاى ته رسيدلى دى او هم په کابل کې د دغه هيواد له نوى جنرال قونسل سره وکتل.
د سترې محکمې د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې قاضي القضات د مصر د عربي جمهوريت او د افغانستان ترمنځ د تاريخي اړيکو په باب چې د ورورلۍ او دوستۍ پربنسټ تکيه لري؛ خبرې وکړې او په بېلابېلو سياسي، ټولنيزو، اقتصادي او فرهنګي ساحوکې يې آثار او پايلې ګټورې او اغيزمنې وبللې او د هغو آسانتياوو چې د دواړو لورو د قضايي مقاماتو ترمنځ د تفاهم ليک د لاسليک کولو په نتيجه کې برابرې شوې دي او له امله يې د مصر قضايي ملي اکاډمۍ ته د يوې ډلې افغان قاضيانو د سفر زمينه برابره شوې ده؛ يادونه وکړه او زياته يې کړه چې د دغو اړيکو په لازيات ټينګښت او پراختيا کې په کابل کې د مصر د عربي جمهوريت سفارت او کارکوونکي مهم او اساسي رول لري.
ده هيله وکړه چې د دواړو لورو هر اړخيزې همکارۍ وکولاى شي د دواړو هيوادونو د قضايي مقاماتو ترمنځ ښې او پياوړې اړيکې تامين شي چې د افغانستان قاضيان او قضايي نظام هغو اشتراکاتوته چې له يوبل سره يې لري؛ د همکاريو نوى پړاوته ورسيږي.
په مقابل کې د مصر د عربي جمهوريت نوي جنرال قونسل تيارى څرګند کړ چې رابط شخص په توګه په د مصر د عربي جمهوريت له قضايي مقاماتو سره د افغانستان د قضايه قوې د اړيکو د ټينګښت په برخه کې زياتې هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته