قاضي القضات : دقانون تطبيق اودقضايي عدالت تامينول دوه مهمي موضوعګانې دي چې ټولنه دثبات او امنيت په لور رهبري کوي

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٩ :
قاضي القضات  پوهاندعبدالسلام عظيمي نن له غرمې وروسته  دهيواد عدلي  اوامنيتي ارګانونو له واکمنو مسوولينو سره يوه ګډه غونډه  جوړه کړه.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه   کې چې  د ٤٥ ګڼه فرمان اوهم دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دعالي مقام  دوروستۍ فرمان له مخې جوړه شوې وه  دمحکمو دوروستيو اوقطعې پريکړو دتطبيق  دتعقيبولو او څارنې دڅرنګوالې په لاره کې دهمکاريو دعملي ميکانيزم  په جوړولو باندې متمرکزه وه.
  قاضي القضات  په دې غونډه کې دخبرو په ترڅ کې داسې وويل :
دقانون تطبيق  موضوعګاني دي چې ټولنه دثبات اوامنيت په لور را کاږي ، کشفي اوتحقيقي او قضايي ارګانونه  په يوبل پوري اړوند ځنځير اودقانونيت په عدالت حقيقي  مجريان  دي.
دمحکمو دوروستيو اوقطعي حکمونو تطبيق چې دهيواد  دعدلي او امنيتي ارګانونو دمقدماتي اجرااتو او دقضايي عدالت پربنسټ تکېه لري له شک پرته د حقوقو په احقاق کې  ددعوا دخاوندانو د ډاډ سبب کېږي  ځکه که چېري اجرائيه قوه دمحکمو دقطعي پريکړو دتعميل په باب داساسي  قانون د ٧٥ مادي په لومړۍ  فقره  کې ليکل شوي دندي لکه څنګه  چې لازمه ده اجرا نه کړي.
خلک نه شي کولاي  دعدالت له ښيګڼو اوله هغه حکم څخه چې ددوي په ګټه  صادر شوي دي ، استفاده وکړي او ددوى  حقوق  به دپخوا په شان له منځه تللو په خطر کې پاتي شي .
قاضي القضات  دغه راز زياته کړه سترې  محکمې  دجمهوري رياست دعالي مقام دوروستيو فرمانونو له مخې  له انحراف  پرته  دهر اړخيز تحقيق په مقصد اوددولت داجرائيوي مرکزونو په واسطه دمحکمو دقطعي  حکمونو تعميل  اهميت ته په پاملرنې سره په دې وروستيو وختو کې دجمهوري رياست عالي مقام ته يو پيشنهاد وړاندې  اود محکمو دقطعي او وروستيو حکمونو دڅارنې  درياست دجوړولو منظوري  يې ترلاسه کړه چې ددغې اداري په فعاليت  سره چې دعدلي او دکورنيو  چارو له وزارتونو اودلوى څارنوالۍ له اداري سره  په بشپړي هماهنګي  سره ترسره کېږي  دمحکمو دوروستيو پريکړو دتطبيق بهير تعقيب  شي او دهغوى دتطبيق په نسبت ډاډ ترلاسه شي .
هدف دا دي  چې ددغې مسلې داهميت په پام کې نيولو سره دې شفافيت عملي ميکانيزم  طرحه او تطبيق شي  اومحکمو دقطعي حکمونو دڅارنې  رياست دې دحکومت په اجرائيوي ادارو کې له ورته څانګو سره په هراړخيزي همکاري سره دپريکړو دتطبيق څرنګوالې تعقيب کړي او دوروستيو حکمونو دنه اجرا عوامل دې پيداکړي او دقانوني صلاحيتونو  په چوکاټ کې دې په حل کولو لاس پوري کړي  او دهيواد داتباعو دحقوقو دتامينولو  په لاره کې دې داساسي قانون دمفادو په تعميلولو کې اوچت ګامونه واخلي.
قاضي القضات دغه راز څرگنده کړه چې ستره محکمه  دافغانستان داسلامي جمهوريت  د جمهوررييس دفرمانونو  دتعميل اودبنديانو د حالت دڅيړنې په مقصد  يوازي دهغوى ددوسيو دڅيړنې دبهير په لحاظ  دقضايي پلټنې ، کنټرول اوقضايي څارنې، دمحکمو دحکمونو دڅارنې درييسانو اولوى څاروالۍ ، دکورنيو چارو وزارت ،  دملي امنيت دلوى رياست ، مدني ټولنې ، دمدافعو وکېلانو دټولنې ،  دبشر د حقوقو  دخپلواک  کميسيون داستازو او دملي شورا ددواړو مجلسونو دشکايتونو داوريدو دکميسيونونو  درييسانو په  ګډون ديو واکمن  هيئت تشکېل  په پام کې  لري چې دغه هيئت په عملي توګه  دمرکز جيلونو اودهيواد د زونونو جيلونو ته سفروکړي  اودبنديانو دشکايتونو داوريدو په ترڅ کې دې  ددوسيو دڅيړنې دتعطيل  اوځنډ عوامل او دبرخليک دنه ټاکنې اودهغوى دخلاصون ستونزي دې په هردليل چې وي تشخيص کړي اورپوټ يې  دواکمنو مقاماتو  په واک کې ورکړي.
ورپسې  دعدليې وزير قانونپوه حبيب الله غالب  خبرې وکړي او دمحکمو دقطعي او وروستيو حکمونو دتعقيب اداري جوړول  يې يو ګټور او اغيزمن ګام وباله  او دقانونيت ټينګښت اودعدالت تامينول يې دعدلي اوقضايي  مرکزونو ګډه دنده وبلله  او ژمنه يې وکړه چې دمحکمو دقطعې پريکړو دتطًبيق دڅارنې له نوى   جوړي شوي اداري  سره هراړخيزه همکاري کوي اوله نورو عدلي مرکزونوسره  په مشارکت کې به   حقوقي  او جزايي موضوعګانو کې دمحکمو دقطعي حکمونو په تنفيذ اوتطبيق  کې زياتي هلې ځلې وکړي  ځکه دازادي دسلب مسله اودبشري حقوقو تامينول له هغو مهمو موضوعګانو څخه دي چې بايد دعدلي اوقضايي  ارګانونو په همکاري اومرستي سره تل تر نظرلاندې وي او دمحکمو دقطعي   او وروستيو حکمونو پربنسټ دخلکو  دحقوقو په ا حقاق کې جدي اقدامات وشي .
ستره محکمه په دې وسيله  دافغانستان ټولو خلکو ته  خبرورکوي چې  دمحکمو دقطعي او وروستيو حکمونو دتطبيقولو اداره دنده لري دهغو کسانو شکايتونه چې دبنديانو په ګډون دمحکمو دقطعي  حکمونو دنه تنفيذله امله شکايت لري واوري اوپه دې اړوند قانوني اجراات او اقدامات ترسره کړي.
له دي امله  هغه کسان چې په دې برخه کې شکايت ولري کولاي شي د محکمو دقطعې او وروستيو  حکمونو دتطبيق دتعقيبولو رياست  ته وسپاري.
په دې  کتنه کې دسترې محکمې غړى ډاکتر عبدالمک کاموي اودسترې محکمې دمرکزي ادارو ځيني رييسان هم  حاضر وو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته