سیاست

قاضي القضات دانګلستان دهمکاريو له امله مننه وکړه

کابل باختر دوري   يو ويشتمه

   قاضي القضات او دسترې محکمې  سرپرست  پوهاندعبدالسلام عظيمي نن له غرمې  وروسته په کابل کې دانګلستان دسفارت له مرستيالې ميرمن کترينا سره وکتل .

  باختر اژانس ته د سترې محکمې دخپرونو رياست دمعلوماتو له مخې  په دې کتنه کې  قاضي القضات لومړۍ   دقضايي ظرفيت دلوړولو اوهم دهيواد په قضائيه قوه کې له اداري فساد سره دمبارزي په لاره کې د قضاييه قوي د پروګرامونو او لومړيتوبونو په باب چې ديادونې وړ برياليتوبونو دترلاسه کولو سبب شوي دي او دغه راز له نشه يي توکو سره دمبارزي دابتدائيه او استيناف محکمو دکړو وړو اواجرااتو  په باب چې په ټاکلي قانوني وخت کې  اودعادلانه محاکمې دقوانينو او اصولو په رعايتولو سره دنشه يي توکو دجرمونو ددوسيو په څيړنه اجراات کوي  اوږدي خبرې وکړې او له دغو محکمو سره دمادي او تخنيکي ملاتړ په لاره کې دانګلستان دهمکاريو له امله مننه او قدردانۍ وکړه .

 وروسته  ميرمن کترينا دخپل متبوع دولت په استازيتوب  په قضايه قوه په تيره بيا له اداري فساد سره دمبارزي په لاره کې  دمحسوسو  پرمختګونو په نسبت چې دنړيوالې ټولنې دمهمو او جدي انديښنو له جملي څخه دي ، خوښي  څرګنده کړه .  او دقضائيه  قوي دکليدي اړتياو  دحل کولو په خاطر يي دخپل هيواد دهمکاريو په دوام باندې تينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته