قاضي القضات دامريکا دسفارت دقانون دواکمني دبرخې له سرپرست سره وکتل.

کابل باخترد جوزا دمياشتي٢ نيټه :
قاضي القضات اودستري محکمې سرپرست پوهاند عبدالسلام عظيمي نن له غرمې ورورسته دخپل کار په دفتر کې په کابل کې دامريکا دسفارت دقانون دواکمني دبرخې له مرستيالې اوسرپرستې ميرمن جنرال ماروديکسي سره وکتل .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ .
په دې کتنه کې چې دقضاييه قوي دحالت ، ستونزو اودکاري ارزښتونو په باب په خبرو متمرکزه وه ، لومړي قاضي القضات دکاري ظرفيت دلوړولو ،فزيکي ټينګښت او له اداري فسادسره دجدي مبارزې په برخو کې ترلاسه شوي برياليتوبونه په ګوته کړل او نتيجې يې دهيواد دقضايي نظام په ښه والي کې مهمې وبللې اوهيله يې وکړه چې دقاضيانو اومحکمو دامنيت دتامينولو دتدبيرونو دنيولو دپراختيا ، دکاري دفترونو اوداستوګنې دکورونو له پلوه دمحکمو داړتياو دلري کولو په برخه کې په نورو اقداماتوسره ښه کاري حالت رامنځته شي اودخلکو دحقوقو داحقاق په لاره کې په زړه پورې خدمتونه وړاندي شي .
وروسته ميرمن جنرال ديکسي خبرې وکړې اودتيرو کلونو په نسبت يې دعدلي اوقضايي خدمتونو دوړاندي کولو کچه قناعت بخښوونکي وبلله اوهيله يې وکړه چې په کابل کې دامريکا دسفارت دقانون دواکمني برخه وکولاي شي په زيات نږدي والي او همکاري سره په مادي او تخنيکي پلوه دهيواد دقضايي نظام ملاتړ وکړي . او داسې زمينې اوفرصتونه برابر کړي چې کاري ظرفيت لوړ شي او ښه قضايي خدمتونه وړاندي شي .