قاضى القضات:دعادلانه محاکمې اصول دقانونيت او دقضايي عدالت څرګندوى دى

کابل باختر دتلې ٥
قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي نن له غرمې مخکې د سره صليب دنړيوالې کميټې له رييس ريتو شتوکر سره چې په دې وروستيو وختوکې يې په افغانستان کې دنده پاى ته رسيدلې ده اوهم ددغې کميټې له نوى رييس ګيراردو پانتر اندولفي سره وکتل.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې دمحکمو دقضايي تصميم نيونو په بهيرکې دتورنو کسانو دحقوقو په رعايتولو او آزاديو پورې داړوند مسلو په باب خبرې وشوې او قاضي القضات په دې لاره کې څرګنده کړه چې محکمې داساسي قانون او دنورو نافذو قوانينو  دمادو په رڼا کې په داسې ډول چې دقضايى غونډو په بهير کې دتورنو کسانو او بنديانو حقوق او آزادي تنظيموي دقضيو په قضايى څيړنې لاس پوري کوي  او دعادلانه محکمې اصول چې دقانونيت او دقضايي عدالت څرګندوى دي له انحراف پرته رعايتوي چې هيڅ بيګناه مجازات نه شي او هيڅ مجرم د قانون له ساحې څخه لرې پاتې نه شي .او تورن کسان هم له قوانينو سره سم په خپلو ټولو قانوني حقوقو له دې جملې څخه دمدافع وکېل او يا دحقوقي مساعد او ژپاړونکې په ټاکنې پرلاسي ولري.
قاضي القضات دغه راز د دواړو هيوادونو دامريکا دمتحده ايالاتو او افغانستان ترمنځ له لاسليک شوي تفاهم سره سم  دبګرام په جيل کې دافغان بنديانو دسپارلو دبهير په باب خبرې وکړې او دعدلي او قضايى ارګانونو هغه اقدامات چې دهغوى د دوسيو دڅيړنې په خاطر په بشپړ جديت سره دوام لري بيان کړل او زياته يې  کړه چې دغه موضوع په جدي توګه دسترې محکمې دمشرتابه تر نظر لاندې ده چې په همدې مقصد موظف شوي دي .په نه ستړي کېدونکو هلوځلو سره ددغو تورنو کسانو دبرخليک په ټاکنو کې عادلانه  قضايي تصميمونه نيسي.
په دې کتنه کې ستوکر دسره صليب له نړيوالې کميټې سره دعدلي اوقضايي ارګانونو دوظيفوي همکاري له امله دمنننې په ترڅ کې څرګنده کړه چې دافغانستان قوانين او دمظنونينو ،متهمينو او بنديانو دحقوقو او آزديو د رعايتولو په لاره کې د عدلي او قضايي ارګانونو اقدامات د درک وړ دي او له شک پرته دقوانينو رعايتول او دعادلانه محکمې په اصولو ژمنتوب دافغانستان دحقوقي او قضايي نظام دقانونمندي څرګندوى دي او زه هيله لرم چې په زيات احتمام سره عدلي ارګانونه دتحقيق  او تعقيب په بهيرکې دمتهمينو حقوق په بنه او مطلوبه توګه تامين کړي.
په پاى کې قاضي القضات دشتوکر د دندې په بهيرکې دده دخدمتونو له امله قدرداني وکړه او په افغانستان کې يې ددغې کميټې دنوى رييس دبرياليتوب هيله  وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته