امنیت

فیضي: جمهوررئیس به د پغمان د پیښې د مجرمینو د اشد مجازات د حکم په لاسلیک کې ځنډ ونه کړي

کابل_باختر د وږي دمياشتې ١١مه:
د پغمان ولسوالۍ د پیښې مجرمین باید ډير ژر په اشد مجازات محکوم شي.
د جمهوري رياست د ويندوى مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي وویل چې د پغمان ولسوالۍ د جنسي تیري د پیښې مجرمین باید ډير ژر په اشد مجازات محکوم شي او د هېواد جمهوررئیس حامدکرزی به د دغو جنایتکارانو د مجازاتو د حکم په لاسلیک کې هیڅ ډول ځنډ ونه کړي.
فیضي زیاته کړه چې د هيواد جمهوررئیس له دغې پیښې څخه له خبریدو سره سم لویې څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست ته هدایت ورکړ چې د دغه نه بخښوونکي جنایت ترسره کوونکي ډير ژر پیدا او د قانون منګولو ته دې وسپاري ترڅو د خپلوعملونو په سزا ورسیږي.
ایمل فیضي وویل چې جمهور رئیس کرزی د هېواد له قاضي القضات او لوی څارنوال سره دغه موضوع شخصا تعقیبوي او د دغې پیښې د عاملینو لپاره یې د اشد مجازات غوښتنه کړې ده.
د جمهوررئیس ویاند زیاته کړه چې د موضوع د بشپړې څیړنې او د قاضي القضات له وړاندیز وروسته به جمهوررئیس حامد کرزی د دغه ناوړه جنایت د ترسره کوونکو د اشد مجازات د حکم په لاسلیک کې هیڅ ډول ځنډ ونه کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته