سیاست

فیضي: امریکا د افغانانو 1.3 میلیون رایو ته بې احترامي وکړه او د دیموکراسۍ شعار یې تر پوښتنې لاندې راوست

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې ٢٦ مه:
د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي ازادي راډیو ته وویل: امریکا د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتوکې د افغانانوڅه باندې یو میلیون رایو ته بې احترامي وکړه او د دیموکراسۍ شعار یې هم تر پوښتنې لاندې راوست.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
جمهوري ریاست وایي: امریکایانو په تیرو انتخاباتوکې د لاسوهنو له امله د افغانستان ملي حاکمیت تر پښو لاندې کړ او دا ځل به د هیڅ ډول مداخلو اجازه ورنه کړي
د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي وایي: په تیرو انتخاباتوکې د امریکا له لاسوهنو څخه دوی ډیر درس اخیستی، خو اوس داسې هڅې کوي چې د مداخلو له تکرار څخه مخنیوی وکړي.
ښاغلي فیضي ازادي راډیو ته وویل:  "موږ له تیرې زمانې څخه داسې درس اخیستی چې هیڅکله به هم بهرنیو او کورنیو کړیو ته اجازه ورنه کړو چې په انتخاباتوکې لاسوهنه وکړي، ولسمشر چې د امریکا د ملي امنیت له سلاکارې میرمن رایس سره ملاقات درلود، هلته هم دا موضوع په جدیت مطرح شوه چې د تیرو انتخاباتو لاسوهنو ته په کتو، افغانستان به دا ځل اجازه ورنه کړي چې امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي. "
د جمهوري ریاست د ویاند په باور، امریکا د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې د افغانانوڅه باندې یو میلیون رایو ته بې احترامي وکړه او د دیموکراسۍ شعار یې هم تر پوښتنې لاندې راوست.
په تیرو انتخاباتو کې یو اعشاریه درې میلیونه رایې باطلې اعلان شوې.  له دې وړاندې خپله ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې د بهرنیانو دلاسوهنو له امله د تیر ځل انتخابات دویم ځل ته ولاړل.
د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرټ ګیټس هم د خپلو خاطراتو په کتاب کې چې په دې وروستیو کې خپور شو، لیکلي: امریکا د افغانستان په تیرو انتخاباتو کې لاسوهنه کوله . په دې کتاب کې دا هم لیکل شوي چې امریکا غوښتل د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتوکې ولسمشرحامد کرزي له سیاسي صحنې څخه لرې کړي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته