سیاست

فيضي : فشار به مو لاسليک ته اړ نه باسي

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩ :
ايمل فيضي وايي که د ولسمشر دوه غوښتنې ونه منل شي تړون پر فشارونو څوک نه شي پرې لاسليک کولاى .
باختر آ ژانس دبي بي سي له خولې خبر راکړ :
په رسنيو کې د امريکايي جنرال مارتن ديمپسي له هغو څرگندونو وروسته چې ويل يې دي  د کابل او واشنگټن ترمنځ امنيتي او پوځي تړون بايد  ډيرژرلاسليک شي کابل بيا پر خپل دريځ ټينگار وکړ.

په رسنيو کې د هلمند ولايت د سنگين په ولسوالۍ کې د افغان پوځ او طالبانو ترمنځ د ادعا شوې مرستې تر خبر وروسته جنرال ديمپسي ويلي و چې دغه ډول پرمختياوې د دۀ په وينا ښايي د افغانستان پر راتلونکو ټاکنو
بد اغېز ولري.
ورته مطالب د جنرال ديمپسي له خولې رسنيو ليکلي چې په همدې دليل د واشنگټن او کابل ترمنځ د پوځي او امنيتي تړون ژر تر ژره لاسليک کول مهم دى .  د هغه له خولې دا هم ويل شوي چې که دا تړون لاسليک نه شي نو افغانانو ته به دا پوښتنې پيدا کيږي چې موږ به ( نړيوال) ورسره وي که نه وي او د افغانستان د ملي ځواکونو مرسته به کوي که نه.
د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي دغه څرگندونې د واشنگټن له لورې " فشار" وبللې.
له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې ښاغلي فيضي ټينگار درلود چې د دۀ په وينا دغه ډول فشارونه به د امنيتي او پوځي تړون لاسليک ته دوى  اړ نه کړي.
ښاغلي فيضي وويل  "د ولسمشر او د افغانستان د ولس له لورې د وړاندې شويو دوو غوښتنو منل د دغه تړون د لاسليک شرط دى."  
ځينو نورو افغان چارواکو چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله د جنرال ديمپسي دا څرگندونې داسې تعبيرولې چې گواکې واشنگټن په لوى لاس طالبانو ته  د ځينو سيمو د ورپرېښودو هڅه او گواښ کوي. 
دوى ويل داسې گنگوسې وې چې گواکې امريکايي چارواکو طالبانو ته
د سويلي ولايتونو د ځينو برخو سپارلو ته زړه ښه کړى دى.
دغو چارواکو زياتوله چې له ٢٠١٤ کال وروسته امريکايي ځواکونه  له طالبانو سره د جنگ د نيت نه لرلو خبره پخوا لا کړې او په داسې حالت
کې به دوى په يوه کور کې د دوو کورونو د جوړولو چاره پر مخ بوځي چې افغانستان ته د منلو وړ نه ده. 
د ولسمشر کرزي وياند په دې باب له ډيرڅه ويلو ډډه وکړه.
"ښاغلي فيضي يوازې دومره وويل چې د افغانستان يوه لويشت خاوره به چا ته  پرې  نږدي اوکه طالبان واک ته رسېدل غواړي نولار يې د سياسي بهير تعقيبول دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته