فوټبال؛ هرات کې د افغانستان د اتلانو لیګ پیل شو

کابل، د لیندۍ ۱۷ مه، باختر
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ سیالۍ د هېواد د ١٢ لوبډلو ترمنځ په هرات کې پیل شوې.
د هېواد د بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د یاد لیک د پرانیستې په مراسمو کې د هرات د بدني روزنې او ورزش ادارې له مسوولینو څخه مننه کړې، چې دغه لیګ یې په کمه موده کې چمتو کړی دی.
له بلې خوا د هېواد د فوټبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګرهم ویلي چې سږکال د اتلانو لیګ به د تېرکال په پرتله د پام وړ توپیرسره ترسره شي.
د نوموړي په وینا د دغه لیګ په لومړۍ لوبه کې د هرات د سرخ پوشانو لوبډلې د بلخ د موج ساحل لوبډلې سره لوبه وکړه چې د صفر په وړاندې په یوې سره د هرات سرخ پوشانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
د یادونې وړده، چې دغه لیک به په هرات کې ۳۶ ورځې دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته