فوټبال؛ د نجونو افغان ټيم لوبډله ازبکستان سره مخ کېږي     

کابل / د چنګاښ ١٦مه / باختر

د فوټبال له ۱۷ کلونو د کم عمره نجونو افغان لوبډله د مرکزي آسیا د فوټبال   په  سیالیو کې نن له ازبکستان سره مخ کېږي.

دا په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې درېیمه او وروستۍ لوبه ده.

د فوټبال فدراسیون د دې سیالیو د ګټلو هیله څرګنده کړې ده.

د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن رسنيو ته وویل: افغان لوبډله بشپړ چمتووالی لري.

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره لوبډلې په روانو سیالیو کې تر دې وړاندې  له ایران او تاجکستان څخه ماتې خوړلې ده.

له ایرانه ٦ د صفر پر وړاندې او له تاجکستانه ۲ د ۵ په مقابل کې ماتې وخوړه.

\ سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته