فنلند له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢٩ :
دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدګرزي پرون له غرمې وروسته  د فنلند د دفاع له وزير کارل هاګلند سره وکتل.
د جمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبورورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه؛ دواړو لورو د امنيتي مسووليتونو دليږدونې، د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزنې اوسمبالولو د بهير او له افغانستان سره  له  ٢٠١٤ کال وروسته دفنلند دهمکاريو په باب خبرې وکړې.
د فنلند د دفاع وزير د افغانستان د امنيتي ځواکونو دظرفيتونواو وړتيا دزياتوالى له امله  خوښي څرگنده کړه او ويې ويل چې دافغانستان امنيتي ځواکونه د هرې ورځې په تيريدوسره زيات پياوړي کيږي.
ده څرگنده کړه: فنلند ژمن دى چې افغانستان يواځې نه پريږدي او له دغه هيواد سره  له  ٢٠١٤ کال وروسته په پوځي اوملکي برخوکې خپلو مرستو اوهمکاريو ته دوام ورکوي.
د هيواد جمهور رييس  په دې ترڅ کې چې له افغانستان سره دفنلند دمرستو له امله مننه وکړه؛ ويې ويل چي فنلند پياوړي تحصيلي مرکزونه لري او موږ غواړو افغان محصلين د لوړو ز ده کړو د دوام په مقصد دغه هيواد ته واستوو.
د فنلند ددفاع وزير په دغه هيوادکې دافغان ځوانانو د زده کړې په باب وويل: موږ ته به د خوښى ځاى وي چې په فنلندکې افغان ځوانانوته د زده کړې زمينه برابره کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته