فلم جوړونکې رويا سادات وستايل شوه .
کابل باختر د وري د مياشتې ٥ مه :
د هرات والي محمد اصف رحيمي د هرات ولايت يوې زړه ورې ميرمنې ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت له خوا دکال د زړه ورې ښځې د جايزې د ورکولو له امله مبارکي وويله .
د هېواد مدني فعاله او مشهوره فلم جوړونکې رويا سادات د هرات ولايت دويمه ميرمنه ده چې په وروستيو کلونوکې دامريکا دبهرنيو چارو وزارت د زړه ورتيا د جايزې په ترلاسه کولو بريالۍ کېږي .
مخکې له دې د هرات ولايت د استيناف څارنوالۍ پخوانۍ ريېسه ميرمن ماريا بشير د دغې جايزې په ګټلو بريالۍ شوې وه .
رويا سادات دکال د زړه ورې ميرمنې جايزه د افغانستان ټولو مېړنيو مېرمنو ته وړاندې کړه او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او د امريکا د لومړۍ ميرمنې ملينيا ترامپ له باور څخه يې مننه وکړه .
د هرات والي محمد اصف رحيمي په يوه پيغام کې ټينګار کوي چې په ټولنيزو فرهنګي اقتصادي او هنري برخو کې د هرات د ښځو داستعدادونو تبارز ثابته کړه چې ، هراتۍمېرمنې زياتې ځواکمنتياوې لري .
رحيمي په بېلابېلو برخو کې د ښځو دمشارکت د پياوړتيا اوشتون د زياتوالي څخه خپل هراړخيز ملاتړ بيان کړ او ټينګار يې وکړ چې، د ښځو د پرمختګونو په وړاندې د سيمه يېزې ادارې نظر په ملي او اسلامي ارزښتونو او په غوره سالاري تکيه لري دا په داسې حال کې ده چې تېرکال د هرات ولايت د نجونو د رباط جوړولو تيم په نړيواله کچه وځليده او د هرات ولايت بلې مستعدې ميرمنې مرضيه رحمانيار هم د هندوستان هېواد د بهرنيومحصلانو ترمنځ لومړى مقام وګاټه . ختم_ ج _ اکرم