سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

فلسطیني مجاهدینو وګټله؛ اسرایلیان باید تاوان ورکولو ته اړ کړل شي

فلسطیني مجاهدینو وګټله؛ اسرایلیان باید تاوان ورکولو ته اړ کړل شي
کابل، د غبرګولي ۲۲مه، باختر
تبصره
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون دوشنبه د اسرایلو د ملاتړي هېواد امریکا له لوري وړاندې شوې طرحه، چې غزه کې د اوربند د ټینګښت په اړه وړاندې شوې وه، تایید کړه.
د امریکا په دغې طرحه کې د اوربند ټینګښت، د اسیرانو تبادله، له غزې د اسرایلي ځواکونو وتل او ځینې نور موارد شامل دي.
حماس د فلسطینیانو د ټولو حقوقو د خوندیتوب پر شرط د دغې هوکړې له تایید څخه هرکلی کړی او خبرو ته یې چمتوالی ښودلی.
صهیونستي رژیم له دغې هوکړې سره مخالفت ځکه ښودلی، چې دوی په بشپړ ډول د حماس غورځنګ له منځه وړل او د غزې امنیتي چارې په لاس کې اخیستل غواړي.
اسرایل دغه راز له قید او شرط پرته د خپلو ټولو زندانیانو ازادېدل هم غواړي هغه څه چې حماس او نورو فلسطیني جهادي ډلو ته د منلو نه دي.
د امریکا له لوري د دغه ډول هوکړې وړاندې کول، د اسرایلي دفاع وزیر بني ګانتز استعفا، د پوځ د نورو مهمو غړو له دندې لاس په سر کېدل او له دندو د عسکرو تېښته، د نتانیاهو حکومت په خپلې دندې او غزه کې د روانې جګړې له لارې د اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راتلل او د نتانیاهو حکومت پروړاندې د اپوزیسیون د مخالفتونو زیاتېدل هغه څه دي، چې په ښکاره ډول د غزې په روانه جګړه کې د اسرایلو د ماتې او د حماس غورځنګ په ګډون د فلسطیني مجاهدینو د بریا پخلی کوي.
اسرایل په تېرو شاوخوا اتو میاشتو کې د امریکا او نورو هېوادونو له میلیاردونو ډالرو سره سره و نه توانېدل، چې غزه کې خپل اهداف ( د حماس له منځه وړل او د خپلو اسیرانو ازادول) ترلاسه کړي.
د اوربند تر دغې پرېکړې وروسته باید ژر تر ژره اوربند ټینګ شي، اسرایلي ځواکونه له غزې ووځي او اسرایلیان اړ شي، چې د غزې د ابادیو او د قربانیانو کورنیو ته د هغوی تاوان ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته